د حوت 24 د هیواد جهادی تاریح نه هیریدونکی وزځ لیکوال شاهد عزنیوال
الجـــــــهاد فی سبیل الله
د حوت 24 د هیواد جهادی تاریح نه هیریدونکی وزځ لیکوال شاهد عزنیوال
ساعت 15:54 | بازدید : 629 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

زمونږ ویاړلی هیواد په خپل جهادي تاریخ کې ډیرې ویاړلې ورځې لري .

د ۱۳۵۷ هجري لمریزکال د حوت د میاشتې څلورویشتمه د همدې ویاړلو ورځو له جملې څخه یوه نه هیریدونکې ورځ ده .

په همدې تاریخي ورځ کې شهادت مینو هراتیانو له خپل دین او هیواد څخه ددفاع په خاطر د سر ښندنې او فداکاري میدان ته را ودانګل ، او دالله اکبر په ملکوتې ناروسره يې د الحادي مفکوري د بي ضمیره پلویانو پرخلاف قیام وکړ .

په دې تاریخي قیام کې په یوه ورځ تر ۲۴۰۰۰ زیات غیرتي هراتیان شهیدان خو د خپل دین او عقیدې دساتلو مسؤلیت یې تر سره کړ.

د وخت د ملحد نظام پرخلاف د مسلمانو هراتیانو دغه جهادي پاڅون یواځې او یواځي د هغوی د اسلامي جذباتو او عقیدوي روحیې محصول وه چې په تشو لاسونو خو کلکو ایمانونو سره یې پیل کړ، نه یې د وخت دطاغوت له وحشت څخه ویره وکړه او نه یې د خپل جهادي قیام په بریالیتوب کې له چاڅخه د مادي مرستې تمه و لرله.

په تاریخي لحاظ کولای شو د هرات ولایت د شهید روزونکي ولس د غه جهادي قیام په افغانستان کې د سرتاسري جهادي قیام پیلامه وبولو ؛ ځکه تر هغه راوروسته د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې جهادي پاڅونونو له همدغه پاڅون څخه په الهام اخیستوسره زور واخیست او هرځای یې پر بیدینو کمونیستانو باندې د اوسیدو کړۍ تنګه کړه .

هماغه وه چې وطن پلورونکي کمونیستان مجبورشول چې د جهادي پاڅونونو د ځپلو لپاره له خپلو شوروي بادا رانو څخه مرسته وغواړي او د دغه شوم هدف لپاره د افغانستان ځمکه او فضا د اشغالګرو شورویانو په واک کې ورکړي .

اشغالګرو شورویانو د هرات له الهام بښونکي پاڅون څخه لس میاشتې وروسته په افغانستان پوځي یرغل وکړ ، چې دغه وحشي یرغل لس کاله دوام وکړ او د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس یې په ډیرې میړانې سره تر هغو مقابله وکړه تر څویې هغوئ دخپل جهادي مقاومت په برکت په ځړیدلي اورمیږله افغانستان څخه تیښتې ته اړ او بالآخره یې په دې سره ټولې نړۍ ته دکمونیستي وینې زبیښونکي واکمنۍ له شره نجات ورکړ.

له نړۍ څخه د کمونیستي سرې کمبلې په ټولیدوسره امریکايي امپراتوري ته د یکه تازي میدان خلاص شو ، د دې پرځای چې امریکایانو د افغانانو د جهاد له برکته د نړۍ له یو قطبي توب څخه مثبته استفاده کړې وای او د جګړه ځپلیو افغانانو د احسان حق یې اداء کړی وای خوبر عکس یې په ډیره سپین سترګې داځل دوی دشوریانو په څیر په افغانستان تیری وکړ او دافغانستان په اشغال کې یې هغه شعارونه او تکتیکونه وکارول کوم چې یرغلګرو شورویانو کارولي ول.

خو مسلمانو افغانانو په ډیر ستړي او خسته حالت کې د مغرورو امریکایانو په مقابل کې هم هغسي مقاومت وکړ لکه د روسانو په مقابل کې چې کړی وه او دا دی نن یې د خپل ۱۳کلن جهادي مقاومت له برکته اشغالګرامریکایان هم له هغې ماتې او شرمندګي سره مخ کړي له کومې سره چې یې شورویان مخ کړي ول.

هوکه! نن د هرات د جهادي پاڅون ۳۵ کلیزه ده.

د دغې ویاړلې کلیزې په رارسیدو سره مغرورامریکایان باید د ماتې خوړلیو شورویانو له برخلیک څخه عبرت واخلي او له آزمایل شویو افغانانو سره له بي ځایه زور آزمویلو څخه ډ ډه وکړي.

ځکه امریکایان چې په تیرو ۱۲ کلونوکې په فکري لحاظ د افغانانو په تسخیرولو قادرنشول نو په راتلونکو لسو کلونو کې به هم هیڅ کله خپل دغه هدف ته ورسیږي .

د بیدینه کمونیستانو پرخلاف د هراتي ولس جهادي پاڅون د افغانانو لخوا ټولو تیري کوونکو ته دا څرګند پیغام دی چې دې غیور ولس کله هم د تیري کوونکی ځواک په مقابل کې د تسلیمي سر نه دی ټیټ کړی او نه به یې تر دې وروسته ټیټ کړي ، هرڅوک چې دخپل حماقت له مخې پردغه مسلمان ولس د واکمنۍ خوبونه ویني هغوئ به د چنګیز، انګریز ، پخواني شوروي اتحاد او اوسنیو امریکایانو په برخلیک اخته کیږي ، نړیوال غرور او وجاهت به یې دغیرتي افغانانو په لاس تر پښو لاندې کیږي ، مفکوره یې مسخره ګرځي او په تاریخ کې به یې دماتي خوړلي او شړیدلي په نوم یادیږي.

د ټولو یرغلګرو پر خلاف په فکري لحاظ د افغانانو دجهاد اومقاومت لامل دیني او عقیدوي انګیزه لري ، هغه انګیزه چې د مادیاتو په کموالي او زیاتولي پوري هیڅ تړاونه لري .

بلکې چې څومره د غه مجاهد ولس د اشغالګرو لخوا تر وحشت اوبربریت لاندې نیول کیږي په هماغه اندازه یې د انتقام روحیه قوي کیږي او په همدې قوي روحیې له دښمن سره مقابلې ته دوام ورکوي.

مونږ د هراتي مسلمان ولس د کب دمیاشتي ۲۴ تاریخي ورځ په داسې حال کې لمانځو چې مجاهد افغانان دعقیدي او دفاع په سرو سنګرو کې له اشغالګرو امریکایانو سره د مقابلې په وروستۍ مرحلې کې قرار لري .

مونږ د دفاع او مقاومت په مرچلونوکې دهرات شهید روزونکي ولس ته د دغې تاریخي ورځې له امله خپل عمیق تاثرات وړاندې کوو د هغوئ سرسپارلیو شهیدانوته له الله تعالی څخه د قبولیت غوښتنه او وارثینو ته یې د هغوئ د سپیڅلې لارې د تعقیب او نیمګړیو آرمانونو د پوره کولو سوالونه کوو .

مونږ په فکري او عملي لحاظ د امریکایانو پر خلاف ننی جهاد د شورویانو پرخلاف د پروني جهاد متمم بولو .

د ازادي او دفاع دلارې سر ښندنکو غازیانو چې په پروني او نني جهاد کې کومې قربانۍ ورکړي دهغوی هدف مشترک او آرمان یې یو دی .

دغه مشترک هدف او یو ارمان د مسلمانو افغانانو په ټاټوبي کې داسلامي نظام حاکمیت دی .

الله تعالی دي په خپل رحمت سره غیرتي افغانان په دغه سپیڅلي آرمان کې بریالي کړي .

د حوت د څلورویشتمې تاریخي ورځي د سر ښندونکو شهیدانو روح دی خوشاله او لاره دې بریالۍ وي.

د۱۳۹۲ کال د حوت ۲۴



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 239
بازدید دیروز : 2326
بازدید هفته : 2565
بازدید ماه : 5441
بازدید کل : 99062
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 239
:: باردید دیروز : 2326
:: بازدید هفته : 2565
:: بازدید ماه : 5441
:: بازدید سال : 10419
:: بازدید کلی : 99062